په اوسني عصر کې د حق او باطل صفونه ډېر واضح معلوم دي. مګر د حق صفونو، بريا، ناکامي، کمزوري، قصدي او يا غير قصدي تېروتنې دا معنی نلري، چې حق او باطل ورک شي. يا د حق صف داعيه تر سوال لاندې راوستل شي.
افغانستان عصري زراعت، با سواده دهقان، باسواده کسبه کار، او مالدار ته ضرورت لري. له بدمرغه دې برخو ته ارزښت نه ورکوو او هر څوک په دې لټه او هڅه کې دي چې دولتي مامور او يا د موسسې کارمند شي. موږ هله بريالي کيږو چې د ځان تر څنګ څو نورو افرادو ته کار پيدا کړو. د حکومت پام مهم دی
ځېنې افراد په ښکاره اسلام ته سپکاوی کوي. نه پوهيږم چې دوی کومې خواته تګ غواړي، نه پوهيږم چې دوی ولې له قرآن او احاديث څخه د خپل فکر او طريقې افراد لوړ او مهم ګڼي. امر بالمعروف په عادي مسله شور جوړ کړي، مګر په لويو موضوعاتو له سره غوږ نه ګروي.