Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profileg
Azadi Radio

@PazadiRadio

د ازادي راډیو رسمي پاڼه، د افغانستان لپاره د ازادې اروپا/ ازادي راډیو @RFERL پښتو سرویس دی. #دري @DaRadioAzadi #تازه_خبرونه #ترورېزم #سوله #دموکراسي

ID:248752757

linkhttps://www.azadiradio.com/ calendar_today07-02-2011 17:10:05

116,7K Tweets

593,5K Followers

15 Following

Follow People
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

په وروستیو کې د افغانستان د بېلابېلو سیمو دپاسه له بدخشانه نیولې تر کندهار پورې ډرون یا بې پیلوټه الوتکې لیدل شوي دي.
smarturl.click/gp5vD

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

په قطر کې د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د سفارت ویاند وايي، په افغانستان کې رسنۍ او خبریالان له ډول ډول چلنجونو سره مخامخ دي.
smarturl.click/8Eng2

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په دې ارزونه کې ویل شوي چې په غزې تړانګه کې جګپوړې ودانۍ په کنډوالو بدلې شوي او نږدې ۸۰ کلونو ته اړتیا ده چې د استوګنې ټولې ویجاړې شوې ودانۍ بیا جوړې شي.

smarturl.click/1d9Z5

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

دغه مرسته به پر دې هم لګېږي چې له بحران ځپلي لبنان څخه د مدیترانې سمندرګي له لارې قبرس او ایټالیا ته د پناه غوښتونکو د اوښتو مخه ونیول شي.
smarturl.click/Q1Bq0

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

د افغانستان لومړنۍ ښځینه مخترع او طبي فزیک پوهې شکردوخت جعفري د ٢٠٢۴م بریتانيا 'ډینامکس' جایزه وګټله.
هغه وايي چې د وړانګو په وسيله يې د سنجولو لپاره درې بُعدي ډوز متري سیستم په برخه کې څیړنې کړې وې.
smarturl.click/aJXqg

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په دغه هېواد کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.
بینېټ وايي، په افغانستان کې له مجازاتو څخه خوندیتوب دوام لري او همدا شان په دې برخه کې ځواب ورکونه هم ناشونې ده.
smarturl.click/pp1Z6

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ په چارو د امریکا د متحدو ایالتونو کمېسیون یا 'یوایس‌سي‌آی‌آر‌ایف' ادعا کوي چې په افغانستان کې مذهبي ازادي په ۲۰۲۳م کال کې له دې امله خرابه شوې چې طالبانو له دین نه خپل سخت تعبیر ته دوام ورکړی دی.

smarturl.click/1d9p5

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پرون چهارشنبې پر حماس فشار راوست چې له اسراییل سره د اوربند وروستی وړاندیز ومني او ټینګار یې وکړ چې اوس د یوه توافق وخت دی ترڅو یرغمل آزاد او په غزه کې روانه نژدې اووه میاشتنۍ جګړه ودرېږي.

smarturl.click/aJXmJ

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

د روادارۍ په نوم د بشري حقونو سازمان د یوه راپور په خپرولو سره ادعا کړې چې 'طالبانو په تېرو نږدې درېیو کلونو کې په ايډيالوژيک چلند سره، په سيستماتيکه او هدفي بڼه د بيان پر آزادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي پر حق محدوديتونه لګولي دي.'

smarturl.click/67nEa

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

د اوکراین د اودیسه د سیمي پوځي چارواکی اولې کیپروایي، د تورسمندرګي په غاړه پر دې ښار د روسیې د نن سهار وختي توغندویي برید په ترڅ کې ۱۴ کسان ټپیان شوي دي.

smarturl.click/pp1Mj

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

د لوبو له میدانه خپرونه هره اوونۍ بختیار ساحل چمتو کوي چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

smarturl.click/71oRl

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په درې میاشتني راپور کې ویلي چې په افغانستان کې سږنی تعلیمي کال په لېسو کې د نجونو زده کونکو له حضور پرته پیل شو، ځکه چارواکو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیزلګولی دی.
smarturl.click/e5XBD

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په هرات ولایت کې په شیعه لږه کیو برید په کلکه غندلی دی.

smarturl.click/9zG34

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

د امریکا متحدو ایالتونو د اوکراین په جګړه کې له مسکو سره د همکارۍ په تور د روسیې، چین او ځینو نورو هېوادونو پر ۲۸۰ شرکتونو او بنسټونو بندیزونه لګولي دي.

smarturl.click/pp1Wj

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

نن د مې دوهمه، د القاعده شبکې د مشر او بنسټ ایښودونکي اسامه بن لادن د وژل کېدو دیارلسمه کلیزه ده.

smarturl.click/Yz5WV

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

په افغانستان کې ښځینه خبریالانې وایي، دغلته دوی ته کار کول داسې دي لکه ' له ماینونو ډکه ځمکه کې چې ګرځي'.

smarturl.click/e5XDb

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

په هرات کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د دوشنبې د ورځې د برید د غندنې په ترڅ کې د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې او د بشري حقونو د څارسازمان یوې مسوولې د دغه برید د غندلو ټرڅنګ دا ډول پېښې چې پکې شیعه لږه کي په نښه کیږي، ډېرې د اندېښنې وړ وبللې.

smarturl.click/dpXR4

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین پرون چهارشنبې وویل چې ده تراوسه د غزې پر جنوبي ښار رفح د اسراییل د پوځي عملیاتو پلان چې د ملکیانو ژوند خوندي کړي، نه دی لیدلی او یو ځل بیا یې یادونه وکړه چې واشنګټن به د دغسې یوې حملې ملاتړ ونه کړي.

smarturl.click/bayQ7

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین له اسراییلي چارواکو سره په لیدنو کتنو ویلي چې اوس یې وخت دی چې په غزه کې اوربند ټینګ او د حماس له خوا اسراییلي یرغمل آزاد شي.

smarturl.click/LYnkM

account_circle